کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

نيمروز کې د ۲ مليارده افغانيو په ارزښت د اوبو بند جوړيږي

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت په يوه خبر پاڼه کې ويلي، د سرپرست حکومت د رهبرۍ د حکوم پر اساس د نيمروز په خاشرود ولسوالۍ کې د اوبو ستر بند جوړيږي. په دغه بند به شاوخوا ۲مليارده افغانۍ لګښت راشي، چې له تخنیکي سروې وروسته به يې چارې عملا پیل شي. دغه بند د ۵۰ متره په لوړوالي سره جوړيږي، چې په اټکلي توګه به ۶۰ مليون م…

2023-11-18 01:54 93۱ دقیقې لوستل
نيمروز کې د ۲ مليارده افغانيو په ارزښت د اوبو بند جوړيږي

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت په يوه خبر پاڼه کې ويلي، د سرپرست حکومت د رهبرۍ د حکوم پر اساس د نيمروز په خاشرود ولسوالۍ کې د اوبو ستر بند جوړيږي.

په دغه بند به شاوخوا ۲مليارده افغانۍ لګښت راشي، چې له تخنیکي سروې وروسته به يې چارې عملا پیل شي.

دغه بند د ۵۰ متره په لوړوالي سره جوړيږي، چې په اټکلي توګه به ۶۰ مليون مکعب متره اوبه ذخیره کوي او همداراز به په خاشرود، ګلستان، دلارام، غورغوري او چخانسور ولسوالیو کې اته زره هکتاره ځمکه هم خړوبه کړي.

تر دې وړاندې حکومت هم په شمال کې د قوشتېپې کانال د لومړي فاز چارې پای ته ورسولې چې د هېواد له لويو کانالونو څخه شمېرل کيږي.

سرپرست حکومت وايي د اوبو مدیریت يې له لومړيتوبونو څخه دی.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال عباس ستانکزي تېره ورځ په کاپيسا کې يوې غونډې ته د خبرو پر مهال ويلي وو، چې د اوبو د مدیریت ښه وړتيا لري او د افغانستان اوبه به په راتلونکي کې د تېلو په بیه وي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب