کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

نړۍوالو بشري حقونو د څار سازمان او ملګري ملتونه: بريټانيا دې د کډوالو په اړه پر نوې لايحې بيا کتنه وکړي

د نړۍوالو بشري حقونو د څار سازمان او د ملګرو ملتونو ځينو کمېشنريو د کډوالو په اړه د بريټانيا پرې نوې لايحې نيوکه کړې او دا یې د کډوالو حقونو نقض بللی دی. د نړۍوالو بشري حقونو د څار سازمان پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي چې بريټانيا پر ټولو حقيقتونو سترګې پټې کړي او دا لايحه يې تصويب کړې ده. دغه سازمان وايي، دا لايحه به يا…

2024-04-24 06:54 86۲ دقیقې لوستل
نړۍوالو بشري حقونو د څار سازمان او ملګري ملتونه: بريټانيا دې د کډوالو په اړه پر نوې لايحې بيا کتنه وکړي

د نړۍوالو بشري حقونو د څار سازمان او د ملګرو ملتونو ځينو کمېشنريو د کډوالو په اړه د بريټانيا پرې نوې لايحې نيوکه کړې او دا یې د کډوالو حقونو نقض بللی دی.

د نړۍوالو بشري حقونو د څار سازمان پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي چې بريټانيا پر ټولو حقيقتونو سترګې پټې کړي او دا لايحه يې تصويب کړې ده.

دغه سازمان وايي، دا لايحه به ياد هېواد کې او همدارنګه په نړۍواله سطحه د کډوالو حقونو په اړه د بريټانيا ژمنتيا تر پوښتنې لاندې راولي.

د دوی په خبره، ښايي د دې لايحې له کبله، کډوال په رونډا کې له تاوتریخوالي سره مخ شي او هغوی چې بريټانيا ته پناه راوړې زيانمن شي.

هم‌مهاله، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فيليو ګراندي په خپره کړې خبرپاڼه کې له بريټانيا غوښتي چې رونډا ته د کډوالو د استولو پر لايحې له سره غور وکړي او د دې پرځای داسې لارې چارې انتخاب کړي چې د کډوالو د نړۍوالو قوانيو او بشري حقونو سره په ټکر کې نه وي.

د بريټانيا د لومړي وزير ريشي سوناک د دغې طرحه کې ويل شوي، هغه کډوال چې د ۲۰۲۲ جنوري څخه دغه هېواد ته غير قانوني راغلي، رونډا ته لېږل کېږي او هلته به يې د دوسيې له بررسي وروسته دغه تصميم ونيول شي چې بېرته برېتانيا ته راغوښتل شي يا کوم بل هېواد ته ورمعرفي شي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب