کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

نیمرزو کې د ۴۵ میلیونه افغانیو په لګښت د بندروالۍ لپاره د موټرو تم ځای جوړېږي

د مالیې وزارت خبر ورکړی چې د نیمروز ولایت د ګمرک اړوند د بندروالۍ په موخه د موټرو لپاره د یوه تم د جوړېدو کارونه پیل شوي چې له ۴۵ میلیونو افغانیو ډېر لګښت به ورباندې راشي. ددغه وزارت لخوا  پر اېکس پاڼه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه تمځای په ۴۷ جریبه ځمکه کې جوړېږي چې له جوړېدلو سره به یې په ګمرک کې کارکوونکو…

2025-04-11 19:23 114۱ دقیقې لوستل
نیمرزو کې د ۴۵ میلیونه افغانیو په لګښت د بندروالۍ لپاره د موټرو تم ځای جوړېږي

د مالیې وزارت خبر ورکړی چې د نیمروز ولایت د ګمرک اړوند د بندروالۍ په موخه د موټرو لپاره د یوه تم د جوړېدو کارونه پیل شوي چې له ۴۵ میلیونو افغانیو ډېر لګښت به ورباندې راشي.

ددغه وزارت لخوا  پر اېکس پاڼه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه تمځای په ۴۷ جریبه ځمکه کې جوړېږي چې له جوړېدلو سره به یې په ګمرک کې کارکوونکو، سوداګرو او موټر چلونکو ته ګڼ شمېر اسانتیاوې برابرې شي.

د یاد وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه راغلي چې ددغه تمځای د جوړولو ټول لګښت ۴۵,۲ میلیونه افغانۍ کېږي چې د همدې وزارت له پراختیایې بودیجې څخه به ورکول شي.

ددغه ګمرک د جوړولو کارونه به د یوې میاشتې په موده کې د یوه افغاني شرکت له خوا نه بشپړ شي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب