د نیمروز ولایت مقام پخپله اېکس پاڼه خبر ورکړی چې د یاد ولایت د والي او د هېواد لوی درستیز په مشرۍ د کډوالو ستونزو ته د رسېدګۍ په موخه له راغلي پلاوي او یاد ولایت کې د کډوالو کمېټې له غړو سره ددوی په اوسني وضعیت خبرې کړې دي.
د یاد ولایت والي د خپلو خبرو په ترڅ کې ویلي چې کډوالو ته یې د یوه ښارګوټي د جوړولو له پاره ۱۵ زره جریبه ځمکه ورکړې ده چې په نږدې راتلونکي کې به یې د جوړېدو کارونه پیل شي.
نوموړي همدارنګه له یاد پلاوي څخه غوښتنه کړې چې د دغه ولایت په غوغوري سیمه کې دې هم د کډوالو له پاره په ۱۰ زره جریبه ځمکه کې زر تر زره د ابادۍ چارې پیل کړي.
لوی درستیز د کډوالو شته ستونزو ته د رسیدګۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې ډېر ژر به نیمروز کې دوی ته د ځمکو د ویش لړۍ پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې ښارجوړونې وزارت نهو ولايتونو کې د کډوالو لپاره سه باندې ۲۸ زره جريبه ځمکه ځانګړې کړې ده.




