کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

نیمروز کې نږدې شپږ میلیونه نشه‌یې ټابلیټ نیول شوي

د نیمروز امنیتي مسوولانو خبر ورکړی چې یاد ولایت کې د نږدې شپږ میلیونه میټاډون نشه‌یي ټابیلټ او په تړاو یې یو کس نیولی دی. د دغه ولایت له نشه‌یې توکو سره د مبارزې مدیر مولوي فیض محمد فیضاني له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د زرنج ښار په سیستان ښارګوټي کې یې پنځه میلیونه او ۷۶۰ زره میټاډون ټابلیټ کشف او ترلاسه ک…

2025-05-12 02:13 126۱ دقیقې لوستل
نیمروز کې نږدې شپږ میلیونه نشه‌یې ټابلیټ نیول شوي

د نیمروز امنیتي مسوولانو خبر ورکړی چې یاد ولایت کې د نږدې شپږ میلیونه میټاډون نشه‌یي ټابیلټ او په تړاو یې یو کس نیولی دی.

د دغه ولایت له نشه‌یې توکو سره د مبارزې مدیر مولوي فیض محمد فیضاني له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د زرنج ښار په سیستان ښارګوټي کې یې پنځه میلیونه او ۷۶۰ زره میټاډون ټابلیټ کشف او ترلاسه کړي دي چې د موټرو په ګاراج کې ځای پر ځای شوي وو.

فیضاني ویلي دغه نشه یې ګولۍ له نیمروز ولایته نورو ولایتونو ته قاچاق کېدلې چې ددغه قضیې په اړه یې یو تن هم نیولی دی.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب