کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هرات او غزني کې ماین چاودنې ۱۰ ماشومان وژلي او ۵ نور ټپيان دي

د غزني اطلاعاتو او کلتور رييس حميدالله نثار وايي، تېره ورځ د دغه ولايت د ګېرو ولسوالي اړوند ځدران سيمه کې د يوه پخواني ماین د چاودنې له امله ۹ ماشومان وژل شوي دي. هغه ویلي، د پېښې قربانیان څلور نجونې او پنځه یې هلکان دي. سرچينه زياتوي، چاودنه هغه مهال رامنځته شوې چې ماشومانو په ماین لوبې کولې. ورته مهال د هرات په کشک ر…

2024-03-31 22:08 115۱ دقیقې لوستل
هرات او غزني کې ماین چاودنې ۱۰ ماشومان وژلي او ۵ نور ټپيان دي

د غزني اطلاعاتو او کلتور رييس حميدالله نثار وايي، تېره ورځ د دغه ولايت د ګېرو ولسوالي اړوند ځدران سيمه کې د يوه پخواني ماین د چاودنې له امله ۹ ماشومان وژل شوي دي.

هغه ویلي، د پېښې قربانیان څلور نجونې او پنځه یې هلکان دي.

سرچينه زياتوي، چاودنه هغه مهال رامنځته شوې چې ماشومانو په ماین لوبې کولې.

ورته مهال د هرات په کشک رباط سنګي ولسوالي کې هم يو تن د ماين چاودنې له امله وژل شوی او پنځه نور ټپيان ټپی شوي دي.

د مسولينو په خبره پېښه د یادې ولسوالۍ په خواجه تلختان سيمه‌ کې رامنځه شوې ده.

د يادوني وړ ده چې په افغانستان کې هر کال له جګړو پاتې ماينونه او نور ناچاوده توکي د سلګونه ملکي وګړو د مرګ لامل کيږي چې ډیری هغه يې ماشومان دي.

خبرياله: حبيبه صها

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب