کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هرات او کاپیسا کې د ټرافیکي پېښو له امله ۲۶ کسانو ته مرګژوبله اوښتې

د هرات سیمه‌ییز چارواکي وايي، دغه ولایت کې د یوه فلانکوچ ډوله موټر د چپه کېدو له امله یو تن مړ او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.   دغه پېښه د هرات د کشک رباط سنګي ولسوالۍ په «یکه دوکان» کلي کې رامنځته شوې.   د کاپيسا د امنيه قومانداني وياند عبدالفتاح فائز هم وايي، د دغه ولايت په اله‌ساى ولسوالۍ کې…

2024-07-05 23:47 174۱ دقیقې لوستل
هرات او کاپیسا کې د ټرافیکي پېښو له امله ۲۶ کسانو ته مرګژوبله اوښتې

د هرات سیمه‌ییز چارواکي وايي، دغه ولایت کې د یوه فلانکوچ ډوله موټر د چپه کېدو له امله یو تن مړ او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

 

دغه پېښه د هرات د کشک رباط سنګي ولسوالۍ په «یکه دوکان» کلي کې رامنځته شوې.

 

د کاپيسا د امنيه قومانداني وياند عبدالفتاح فائز هم وايي، د دغه ولايت په اله‌ساى ولسوالۍ کې د یوه موټر چپه کېدو له امله د يوې ښځې په ګډون څلور تنه مړه شوي او شپږ نور ټپيان دي.

 

د يادو ولايتونو د چارواکو په وينا، ټپيان د درملنې په موخه روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

 

دا پېښې داسې مهال رامنځته کېږي چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ټرافیکي پېښې ډېرې شوې دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب