کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هرات کې د خاورو لاندې بند پاتې کسانو د راويستلو لړۍ اوس هم روانه ده

افغاني سرې مياشتې ټولنه وايي، هرات کې د تېرې ورځې زلزلې د قربانيانو شمېر له ۵۰۰ څخه لوړ شوی دی. دغې ادارې ويلي، نن سهار «یکشنبه د سپتمبر ۸مه» اعلان وکړ، چې زلزله کې د ټپي شویو کسانو شمېر سلګونو تنو ته رسېږي. د یادې ادارې په وینا، روغتيايي او رضا کار ټيمونه یې سيمې ته رسېدلي دي. دوی زياته کړې، چې د ژغورنې عم…

2023-10-07 20:55 64۲ دقیقې لوستل
هرات کې د خاورو لاندې بند پاتې کسانو د راويستلو لړۍ اوس هم روانه ده

افغاني سرې مياشتې ټولنه وايي، هرات کې د تېرې ورځې زلزلې د قربانيانو شمېر له ۵۰۰ څخه لوړ شوی دی.

دغې ادارې ويلي، نن سهار «یکشنبه د سپتمبر ۸مه» اعلان وکړ، چې زلزله کې د ټپي شویو کسانو شمېر سلګونو تنو ته رسېږي.

د یادې ادارې په وینا، روغتيايي او رضا کار ټيمونه یې سيمې ته رسېدلي دي.

دوی زياته کړې، چې د ژغورنې عمليات پيل شوي او ښايي د قربانيانو شمېر لوړ شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر تېره شپه ناوخته په یوه راپور کې وویل، چې ښايي د مړو شمېر تر ۳۲۰ پورته شي.

د اوچا د معلوماتو له مخې، په هرات کې د پرونۍ زلزلې له امله ٤٦٥ کورونه ويجاړ شوي او ١٣٥ کورونه زيانمن شوي دي.

اوچا زیاته کړه چې دې پیښې په ټولیز ډول 42,000 خلک اغیزمن کړي چې 1,400 بې ځایه شوي خلک هم پکې شامل دي.

د امریکا د زلزلې مرکز د معلوماتو له مخې، پرون سهار ۱۱:۱۱ دقیقې د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې زلزله وشوه چې ژوروالی یې د ځمکې په ۱۴ کیلومترۍ کې و.

د پرونۍ زلزلې وروسته وروستي ټکانونه د 4.9 او 4.8 شدت سره د ځمکې څخه په 9 او 10 کیلومترۍ کې په څو دقیقو کې ثبت شوي.

دغې زلزلې په فراه او بادغیس ولایتونو کې هم زیانونه اړولي دي، خو د زیانونو دقیق ارقام نه دي خپاره شوي.

د سیمې اوسېدونکي او عيني شاهدان وايي، چې اوس هم په دوامداره توګه د زلزلې ټکانونه حس کېږي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب