د هرات ولايتي مسولین وايي، دغه کورونه د دغه ولايت په په نايب رفيع سيمه کې جوړ شوي.
د هرات د والي ویاند مولوي نثار احمد الیاس وايي، دغه کورونه د ۴۰ ميليونه افغانيو په لګښت د بغلان ولايت د جری خشک ولسوالۍ د قومي مشرانو لخوا جوړ شوي.
د دغې ولسوالۍ مشرانو ويلي، له زلزله ځپلو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د نائب رفيع سيمې اوسېدونکي د کورونو له جوړېدو خوښ دي، چې سرپناه یې پيدا شوه.
تر دې وړاندې هم د هرات په انجیل ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو لپاره د ۲۲ ميليونه افغانيو په لګښت ۱۴۰ کورونه جوړ شوي وو.
د هرات د زلزله ځپلو لپاره ۳۶۶۰ کورونه جوړيږي چې له جملې یې زر کورونه نهادونه، سوداګر او نور جوړوي او پاتې هغه یې د سرپرست حکومت لخوا جوړيږي چې ګن شمېر يې جوړ شوي او په ځينې تر کار لاندي دي.




