کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هرات کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۳۲۰ تنو ته ورسېد

ګارډین ورځپاڼې د ملګرو ملتونو له قوله ليکلي، چې، د افغانستان په شمال لوېدیځ کې زلزلې لږ تر لږه ۳۲۰ کسان وژلي او سلګونه نور یې ټپیان کړي دي. د دغې زلزلې شدت د ريښتر په کچه ۶.۳ ښودل شوی، چې د هرات په ګډون نيمروز، بادغيس او د ایران په ځينو سیمو کې هم یې هم ټکانونه حس شوي دي. د امريکا د جيولوجيکي سروې د معلوماتو له مخې، د…

2023-10-07 08:50 69۲ دقیقې لوستل
هرات کې د زلزلې له امله د مړو شمېر ۳۲۰ تنو ته ورسېد

ګارډین ورځپاڼې د ملګرو ملتونو له قوله ليکلي، چې، د افغانستان په شمال لوېدیځ کې زلزلې لږ تر لږه ۳۲۰ کسان وژلي او سلګونه نور یې ټپیان کړي دي.

د دغې زلزلې شدت د ريښتر په کچه ۶.۳ ښودل شوی، چې د هرات په ګډون نيمروز، بادغيس او د ایران په ځينو سیمو کې هم یې هم ټکانونه حس شوي دي.

د امريکا د جيولوجيکي سروې د معلوماتو له مخې، د دغې زلزلې مرکز د هرات ښار شمال لوېديځ په ٤٠ کيلومترۍ کې و او له هغه وروسته د رېختر په کچه د ٥،٥، ٤،٧ او ٦،٢ درجې درې زلزلې وشوې.

د امريکا د جيولوجيکي سروې د لومړنيو رپوټونو له مخې، دغه زلزله ښايي د سلګونو کسانو د مړينې لامل شي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د شنبې په ورځ (اکتوبر ۱۵مه) د زلزلې شدت د ایران په ځینو برخو لکه مشهد او د جنوبي خراسان ولایت په ښارونو کې حس شو.

د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، هرات ښار په ۲۰۱۹ کال کې یو میلیون او ۹۰۰ زره نفوس درلود.

د تېر کال په جون میاشت کې د ریښتر په کچه د ۵.۹ درجې زلزله، په افغانستان کې په نږدې یوه نیمه پېړۍ کې تر ټولو خونړۍ زلزله بلل شوې وه؛ چې پکې تر زرو زیات کسان وژل شوي او په لسګونو زره بې کوره شوي وو.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب