طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې ددولت وزارت وايي، هرات ولایت کې د نن ورځې د زلزلې له امله ۱۵ تنه مړه او ۴۰ نور ټپيان شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د زلزلې له امله یو شمېر کورونه هم ويجاړ شوي دي.
نن له غرمې مخکې د یوولسو بجو په شاوخوا کې نسبتا سختې زلزلې د بادغیس د مرکز قلعه نو او هرات ښار ځینې برخې ولړزولې.
دا زلزله د رېښتر په کچه ۶،۳ درجې بلل شوې ده.
له دغې زلزلې وروسته لا هم څو ځله زلزله شوې او تراوسه په هرات ښار او شوا خوا سیمو کې څلور کوچنۍ زلزلې شوې دي.
د هرات دولتي مرکزونه، پوهنتونونه، ښوونځي او همداراز د اسلام کلا ګمرک په ګډون ادارې تړل شوې دي.
د زلزلې سنجولو د نړیوال مرکز د راپور له مخې، ددغې زلزلې مرکز د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ د مرکز د ځمکې له لس کیلومترۍ کې و.
په هرات ښار کې سرچینې وایي چې اوسمهال د هرات ښار په ټولو برخو کې د زلزلې له امله برېښنا پرې شوې ده.




