کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هرات کې د نفتو يوولس حوزې د استخراج په موخه خصوصي سکتور ته ورکول کيږي

د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست ويلي، په نږدې راتلونکي کې به د هرات ولايت يوولس نفتي حوزې خصوصي سکتور ته وسپاري. نوموړي دغه خبره د امو له نفتي حوزې څخه د ۶۰ زره ټنه استخراج شويو نفتو په داوطلبۍ کې کړې. نوموړي ويلي، افغانستان به تر راتلونکو دريو کلونو د نفتو به برخه کې ځان بسياينې ته ورسيږي. نوموړي ويلي، د خامو نفتو د…

2024-01-30 18:22 54۱ دقیقې لوستل
هرات کې د نفتو يوولس حوزې د استخراج په موخه خصوصي سکتور ته ورکول کيږي

د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست ويلي، په نږدې راتلونکي کې به د هرات ولايت يوولس نفتي حوزې خصوصي سکتور ته وسپاري.

نوموړي دغه خبره د امو له نفتي حوزې څخه د ۶۰ زره ټنه استخراج شويو نفتو په داوطلبۍ کې کړې.

نوموړي ويلي، افغانستان به تر راتلونکو دريو کلونو د نفتو به برخه کې ځان بسياينې ته ورسيږي.

نوموړي ويلي، د خامو نفتو د پلورلو له امله تر دا وخته ۲۷ ميليون ډالره د دولت خزانې ته راغلي.

اوسمهال افغانستان د امو نفتي حوزې څخه په ورځني ډول زر ټنه نفت راباسي.

د کانونو او پټروليم وزارت وايي، روان کال به په امو نفتي حوزه کې ۲۴ نورې څاه ګانې وکيندي چې ورسره به د نفتو په کچه کې ډېروالی راشي.

د چين هېواد د افچين  شرکت مشر د کانونو او پټروليم وزارت سره په ليدنه کې ويلي وو په امو نفتي حوزه کې ۲۲ نوې او دوه غیر فعاله څاه ګانې فعالوي چې ورسره به د نفتو د استخراج په کچه کې په ورځني ډول ۲۰۰۰ ټنه ډېروالی راشي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب