خبریال: فرمان الله زبیرزی
د مالیې وزرات خبر ورکړی، چې د ګمرکونو لوي ریاست له لورې د هرات اسلام کلا کې د ۷۸.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د سودګریزو توکو لپار څلور هنګرونه جوړ شوي دي.
یاد وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، دغه هنګرونه په معیاري ډول جوړ شوي، چې هر یو هنګر يې په یوه وخت کي د شاوخوا (۸۰۰۰) میټریک ټنه توکو د ځایولو ظرفیت لري.
سرچینې وړاندې لیکلي، د دې هنګرونو په جوړېدو سره د سوداګریزو توکو د خوندي ساتلو په برخه کي سوداګرو ته ګڼي اسانتیاوي رامنځته شوې دي.
د وزارت د معلوماتو پر اساس، د مالیې وزارت د هیواد د ګمرکونو عصري کولو ته ژمن دی او په دې برخه کي یې پخوا هم بېلابېلي پراختیایي پروژې پلي کړي او ځیني ېې د پلي کېدو په حال کي دي.




