کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هرات کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د څلور بنسټیزو پروژو کارونه پیل شوي

کابل (کوه نور، ۱۲ اسد ۱۴۰۴): د هرات ولایت ځایې مسوولانو خبر ورکړی چې د دې ښار په درییمه، یوولسمه، دولسمه، او دریارلسمو حوزو کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د څلورو بنسټیزو پروژو کارونه پیل شوي دي. د هرات ښاروالۍ ویاند محمد ناصر ارمل د دې مراسمو په پرانېست غونډه کې ویلي، دغه پروژو کې د سرکونو اسفالت، د لارو کانګریټ رېز…

2025-08-03 10:32 248۱ دقیقې لوستل
هرات کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د څلور بنسټیزو پروژو کارونه پیل شوي

کابل (کوه نور، ۱۲ اسد ۱۴۰۴): د هرات ولایت ځایې مسوولانو خبر ورکړی چې د دې ښار په درییمه، یوولسمه، دولسمه، او دریارلسمو حوزو کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د څلورو بنسټیزو پروژو کارونه پیل شوي دي.

د هرات ښاروالۍ ویاند محمد ناصر ارمل د دې مراسمو په پرانېست غونډه کې ویلي، دغه پروژو کې د سرکونو اسفالت، د لارو کانګریټ رېزې او د اوبو د کانالونو جوړول شامل دي.

ارمل ویلي، په دغه پروژو په مجموعي توګه ۱۸ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د هرات ښاروالۍ له پراختیایې بودیجې څخه ورکول کېږي.

د نوموړي پر وینا، د دې پروژو کارونه به په راتلونکو درې میاشتو کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د هرات ښاروالۍ د مالوماتو له مخې سږکال ټول ولایت کې له ۷۰ ډېرې پروژې طرحه شوې چې په تدریجي توګه به عملي او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب