کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هرات کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا د جوړېدو کارونه پیل شوي

د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولانو خبر ورکړی چې هرات کې د ۶۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د بادي برېښنا ۲۰۰ مېګاواټه او تر ټولو قوي پروژه پرانیستل شوې ده. د یاد وزارت د سرپرست پر وینا چې په دغه برخه کې یو ترکیې شرکت پانګونه کوي. د برېښنا شرکت اجرایوي مشر عبدالباري عمر نن ورځ "شنبه، د جوزا لسمه"په همدې تړاو جوړو شوو مراسمو کې ویل…

2025-05-31 20:02 19۲ دقیقې لوستل
هرات کې د ۲۰۰ میګاواټه بادي برېښنا د جوړېدو کارونه پیل شوي

د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولانو خبر ورکړی چې هرات کې د ۶۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د بادي برېښنا ۲۰۰ مېګاواټه او تر ټولو قوي پروژه پرانیستل شوې ده.

د یاد وزارت د سرپرست پر وینا چې په دغه برخه کې یو ترکیې شرکت پانګونه کوي.

د برېښنا شرکت اجرایوي مشر عبدالباري عمر نن ورځ "شنبه، د جوزا لسمه"په همدې تړاو جوړو شوو مراسمو کې ویلي چې د دغه ۲۰۰ مېګاواټه بادي برېښنا پروژې د لومړي فاز کارونه چې ۴۳,۲ مېګاواټه برېښنا تولیدوي نن د لوړ پوړو چارواکو په شتون کې پیل شوي دي.

عمر پخپلو خبرو کې ویلي  «تقریبآ د برېښنا ټولې پرمختیايي پروژې له کورنۍ بودیجې تامین او بشپړیږي او هېڅ ډول بهرنی ملاتړ نه‌لري.»

د مسوولانو پر وینا له دې ۲۰۰ مېګاواټه بادي برېښنا سره به په هرات کې د صنعت کارانو د برېښنا د برخې ستونزې حل شي.

بل خوا هرات کې د بادي برېښنا د تولید پروژه د یاد ولایت د اوسېدونکو له هرکلي سره مخ شوې او د دغه ولایت اوسېدونکو ویلي چې د اوړي او ژمي په موسمونو کې د برېښنا د نشتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

د یاد ولایت یو تن اوسېدونکي احمد په دې اړه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې «د هرات ولایت ډېر باد لري له دولته زموږ غوښتنه د اده چې په دې برخه کې پانګونه وکړي او دغه برېښنا خلکو ته ورسېږي او موږ له هغې استفاده وکړای شو.»

د هرات سیمه ییزو مسوولانو ویلي چې د بادي بریښنا د تولید د پروژې د کارونو پیلېدو ته یې پوره چمتووالی نیولی.

د مسوولانو پر وینا د دغه پروژې له پیلېدو سره به د یاد ولایت سلګونه خلکو ته د کار کولو زمینه برابره شي.

په همدې حال کې د هرات ولایت د والي ویاند نثار احمد الیاس په دې تړاو ویلي «د دغه تړون پر بنسټ ټاکل شوې، ۷۷ ترکي شرکت د تخنیکي مطالعاتو له بشپړېدو وروسته د ۲۰۰ میګاواټه برېښتا د تولید پروژه له یوه کال وروسته پيل کړي.»

باید وویل شي د برېښنا شرکت مسوولانو نن په هرات کې د پنځه مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه پرانیستې ده.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب