د دغه ولايت په رباط سنګي ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو لپاره ۱۱۰ زلزله ځپلو کورنيو ته کورونه تر جوړېدو وروسته په هغوی ووېشل شول.
د ياد ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس احمدالله متقي وايي، دغه کورونه په يوه نيمه مياشت کې جوړ شوي.
د مالوماتو له مخې هر کور دوه خونې، پخلنځی او تشناب هم لري.
په دغه ښارګوټی کې مسجد او د پاکو اوبو څښلو ذخیره هم جوړه شوې.
د ده په خبره، د ياد ولايت په ۱۰۰ بېلابېلو کليو کې د ۳ زره ۶۶۳ کورونو د جوړولو چارې دي چې ډیری برخه يې بشپړېدو ته نږدې چې تر جوړېدو وروسته به په زلزله ځپلو کورنيو ووېشل شي.
هرات څو مياشتې وړانډې سختو زلزلو ولړزاوه چې له امله يې ګڼ شمیر خلک شهیدان، زرګونه نور ټپيان او کورونه يې ړنګ شول.
د دغه زلزله ځپلو لپاره په هېواد دننه او بهر ګڼې مرستې راټولې شوې او د بنسټونو له لارې پرې وویشل شوې.




