د هرات ولايت زلزله ځپلو ته د رسېدنې کمیسیون مسولين وايي، د دغه ولايت په رباط سنګي ولسوالۍ کې يې په څلور کليو کې ۵۴۷ کورونه جوړ او زلزله ځپلو ته ووېشل.
د ياد ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست وياند احمدالله متقي وايي، د زلزله ځپلو لپاره مو د ۴۰۰۰ کورونو د جوړولو کار پيل کړی وو چې ۹۰ سلنه يې پای ته رسېدلی.
د نوموړي په خبره په نويو ۵۴۸ کورونو ۱۲۰ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی.
د مسوولينو په خبره ياد کورونه په ښه ډول او د انجينري په معيار جوړ شوي.
د دغه سيمو اوسېدونکي د کورونو له جوړېدو خوښ دي او له حکومت د نورې پاملرني غوښتونکي دي.
د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم په هرات کې د زلزله ځپلو سره د بنسټونو، سوداګرو او بهرنيو هېوادونو له لوري د کورونو جوړولو او بشري مرستې شوي.




