کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هرات کې زلزله ځپلو ته ۷۳ نوي کورونه جوړ شوي

هرات کې د يوې مووسسې له لوري په دغه ولايت کې زلزله ځپلو لپاره ۷۳ نوي کورونه جوړ شوي دي. دغه کورونه نن د هرات د ولايتي مسوولينو په شتون کې زلزله ځپلو ته وسپارل شول. د سرچينې په خبره، هغه سیمو کې چې خلک یې د تېر کال زلزلو ځپلي لا هم د کورونو جوړولو چارې جريان لري او ۱۰۰۰ بابه نور کورونه به هم ورته جوړ شي. سرچينه زياتوي،…

2024-04-23 08:50 224۱ دقیقې لوستل
هرات کې زلزله ځپلو ته ۷۳ نوي کورونه جوړ شوي

هرات کې د يوې مووسسې له لوري په دغه ولايت کې زلزله ځپلو لپاره ۷۳ نوي کورونه جوړ شوي دي.

دغه کورونه نن د هرات د ولايتي مسوولينو په شتون کې زلزله ځپلو ته وسپارل شول.

د سرچينې په خبره، هغه سیمو کې چې خلک یې د تېر کال زلزلو ځپلي لا هم د کورونو جوړولو چارې جريان لري او ۱۰۰۰ بابه نور کورونه به هم ورته جوړ شي.

سرچينه زياتوي، د کورونو له جوړېدو وروسته به د ښوونځي او کلينک د جوړېدو چارې هم پيل شي.

په هرات کې د زلزله ځپلو لپاره د موسسو سربېره سرپرست حکومت هم ګڼ شمېر کورونه جوړ کړي دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب