د هرات ولایت زلزله ځپلو ته د رسېدنې کمېسیون مسوولین وایي، د HHRD موسسې لخوا د دغه ولایت په انجیل ولسوالۍ کې ۸۰ نوي کورونه چې په معیاري توګه جوړ شوي له برېښنایي وسایلو سره یو ځای اړمنو ته وسپارل شول.
ورته مهال پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس مولوي محمد عبدالله جان سایق وایي، د هرات زلزله ځپلو کورنیو سره د افغانستان له ګوډ ګوډ څخه ټولو هیوادوالو خپلې مالي او ځاني مرستې کړې دي.
د معلوماتو له مخي هرات کې زلزلهځپلو کورنیو تر دا مهاله ۴۰۰۰ کورونه جوړ او ورته سپارل شوي دي.
د HHRD موسسې رئیس عبیدالله فیصل وایي، دغه ښارګوټی د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د پروانې په کلي د ۱۸.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو میاشتو په موده کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی دی.
خبرياله: خاطره اکبري




