کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هرات کې زلزله ځپلو لپاره د ۵۴۴ کورونو د جوړولو چارې بشپړې شوې

د هرات ولايت سيميز مسوولين وايي، د دغه ولايت په زنده جان ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو لپاره د ۵۴۴ کورونو چارې بشپړې شوې. د ياد ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست رييس وايي، ۵۴۴ کورونه چې د زنده جان ولسوالۍ په ۱۵ کليو کې جوړ شوي؛ له جملې يې ۳۸۷ کورونه زلزله ځپلو ته ووېشل شول او پاتې نور به هم په راتلونکو نږدې ورځو کې وويشي. د ن…

2024-02-05 21:49 77۱ دقیقې لوستل
هرات کې زلزله ځپلو لپاره د ۵۴۴ کورونو د جوړولو چارې بشپړې شوې

د هرات ولايت سيميز مسوولين وايي، د دغه ولايت په زنده جان ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو لپاره د ۵۴۴ کورونو چارې بشپړې شوې.

د ياد ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست رييس وايي، ۵۴۴ کورونه چې د زنده جان ولسوالۍ په ۱۵ کليو کې جوړ شوي؛ له جملې يې ۳۸۷ کورونه زلزله ځپلو ته ووېشل شول او پاتې نور به هم په راتلونکو نږدې ورځو کې وويشي.

د نوموړي په خبره په دغه کورونو ۱۲۰ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی چې سرپرست حکومت ورکړی.

زلزله ځپلو ته د رسېدنې کمیسیون وياند وايي، په هرات کې يې زلزله ځپلو ته د ۴۰۰۰ کورونو د جوړولو چارې پيل کړې وې، چې ۸۵ سلنه پای ته رسېدلي.

د يادوني ده، چې د څه موده وړاندې هم زلزله ځپلو ته کورونه جوړ او د دوی په واک کې ورکړل شول

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب