کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هرات کې ۲۰ تنه کوډګر نيول شوي دي

جد هرات ولايت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر رييس مولوي عزيز الرحمن المهاجر وايي، دې ولایت کې محتسبینو ۲۰ تنه کوډګر نيولي دي. هغه زیاتوي، دغو کوډګرو به د اسلام له نوم څخه په ګټې اخيستنې، له خلکو پیسې اخيستلې او د شريعت خلاف کارونه به یې کول. مهاجر زیاته کړې، چې نیول شوي کسان یې د لا ډېرو تحقیقاتو په موخه اړونده ارګانو…

2023-09-29 23:48 118۱ دقیقې لوستل
هرات کې ۲۰ تنه کوډګر نيول شوي دي

جد هرات ولايت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر رييس مولوي عزيز الرحمن المهاجر وايي، دې ولایت کې محتسبینو ۲۰ تنه کوډګر نيولي دي.

هغه زیاتوي، دغو کوډګرو به د اسلام له نوم څخه په ګټې اخيستنې، له خلکو پیسې اخيستلې او د شريعت خلاف کارونه به یې کول.

مهاجر زیاته کړې، چې نیول شوي کسان یې د لا ډېرو تحقیقاتو په موخه اړونده ارګانونو ته ورپېژندلي دي.

نوموړی وايي، نیول شویو کوډګرو ورسره ژمنه کړې، چې تر دې وروسته به د شریعت خلاف کارونه نه کوي.

د هغه په وینا، چې دې ولایت کې د کوډګرو د نیولو لپاره د دوی د محتسبینو پلټې جریان لري.

مهاجر د هرات ولایت له اوسېدونکو، غوښتي، چې د کوډګرو په پیداکېدو کې ورسره مرسته وکړي، تر څو خلک د دې ډلې له ځورونو خلاص شي.

د کوډګرو پر ضد د محتسبینو عملیات وروسته له هغې پیل شول، چې د امر بالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت ټول هېواد کې د کوډګرو پر فعالیت بنديز ولګاوه.

دغه وزارت ويلي، هېچاته اجازه نه وذکوي، چې د  شریعت خلاف کارونه وکړي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب