هسپانیه کې د افغانستان سفارت اعلان کړی، چې تردې وروسته به ټولو قونسلي چارو کې د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سره په تعامل کې وي. دوی زياته کړې، چې د قونسلګرۍ د اسنادو تصدیق لیکونه د معمول په څیر په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ته استول کیږي. په خبر پاڼه کې راغلي: «دا سفارت د هیواد او خلکو استا…
هسپانیه کې د افغانستان سفارت اعلان کړی، چې تردې وروسته به ټولو قونسلي چارو کې د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سره په تعامل کې وي.
دوی زياته کړې، چې د قونسلګرۍ د اسنادو تصدیق لیکونه د معمول په څیر په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ته استول کیږي.
په خبر پاڼه کې راغلي: «دا سفارت د هیواد او خلکو استازیتوب کوي او تاسو ګرانو هیوادوالو ته د غوره او پر وخت د قونسلي خدماتو په وړاندې کولو کې د ستونزو د حل په موخه؛ دا سفارت د قونسلګرۍ په چارو کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزارت سره په تعامل کی دی.»
د افغانستان د سرپرست حکومت تر حاکميت لاندې د بهرنيو چاو وزارت هم د دې کار هر کلی کړی دی.
د دغه وزارت مرستيال وياند ضياء احمد تکل وايي: «د بهرنیو چارو وزارت هم ټول هغه اسناد چې په هسپانیه کې د افغانستان سفارت لخوا رالېږل کیږي د اعتبار وړ بولي او قانوني دي.»
څلور ورځې وړاندې په هالنډ کې د افغانستان سفارت هم د قونسلي چارو د پيل او اوسني حکومت سره دتعامل خبر ورکړی وو.
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي، څه موده وړاندې د یوه خبري کنفرانس پر مهال ويلي وو، چې ۱۶ هېوادونو کې د اوسني حکومت سفارتونه پرانيستي او زيات شمېر نورو هېوادونو کې د تېر نظام پاتې سفارتونه هم له اوسني حکومت سره په تعامل کې دي.
هغه زياته کړې وه، چې نړۍ اوسني حکومت سره له تعامل پرته بله لار نه لري.