د لوړو زده کړو وزارت وايي، چې د دې وزارت سرپرست وزیر په هلمند پوهنتون کې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۰ بېلابېلې پروژې پرانیستې.
دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې پروژو کې د سړکونو هوارکاري، د پلې لارو او ګلدانونو جوړولو، د ۳۰ کیلو واټه سولري برېښنا، د کتابتون د تجهیز، د دفتري اجناسو د تجهیز، د انجینري او کرهنې پوهنځيو د لابراتواري توکو د خریدارۍ، د ساختمانونو د ترمیماتو او د سرسبزۍ پروژې پيل او دغه راز د حفظ او مراقبت، کمپیوټر لب او څېړنیز مرکز د تجهیز پروژې ګټې اخستنې ته سپارل شوي دي.
د لوړو زده کړو وزارت خبرپاڼه کې د دې وزارت د سرپرست نداء محمد ندیم له قوله لیکل شوي، چې دغه پروژې د پرمختګ او اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې ډېرې مهمې دي.
هغه همدا راز د هلمند پوهنتون مشرتابه ته د نورو همکاریو ډاډ ورکړی او د علمي بنسټونو د پياوړتیا ژمنه یې کړې ده.




