کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هلمند کې د هرات او بادغیس زلزله ځپلو لپاره نیږدې ۱۰میلیونه افغانۍ مرسته راټوله شوې

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولان وایي، دغه نغدي مرسته د هلمند والي په لارښوونه د کمپاین په ترڅ کې په مرکز لښکرګاه او ولسوالیو کې راټوله شوې ده. د دغه  ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض وایې، راټوله شوې مرسته ۹۱ لکه ۲۷ زره ۸ سوه او لس افغانۍ ده چي ډېر ژر به یې د هلمند ولایت د مرستو…

2023-10-22 21:23 104۱ دقیقې لوستل
هلمند کې د هرات او بادغیس زلزله ځپلو لپاره نیږدې ۱۰میلیونه افغانۍ مرسته راټوله شوې

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولان وایي، دغه نغدي مرسته د هلمند والي په لارښوونه د کمپاین په ترڅ کې په مرکز لښکرګاه او ولسوالیو کې راټوله شوې ده.

د دغه  ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض وایې، راټوله شوې مرسته ۹۱ لکه ۲۷ زره ۸ سوه او لس افغانۍ ده چي ډېر ژر به یې د هلمند ولایت د مرستو راټولولو کمېټه د هرات او بادغیس ولایتونو اړوند مسؤولانو ته وسپاري.

د ریاض په خبره، د هلمند ولایت یو شمېر سوداګرو چي له وړاندې يې په جلا ډول  ۵،۵ میلیونه افغانۍ مرسته راټوله کړي وه هغه به هم له یادې کمېټې سره په همغږۍ د زلزله ځپلو ولایتونو اړمنو کورنیو ته ولیږدول شي.

یادې مرستې په داسي حال کي راټولیږي چي له تېرو دریو اوونیو راهیسې په هرات او بادغیس ولایتونو کې سختو زلزلو سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او زرګونه نور یې بې کوره کړل.

لیکوال/اېډېټر: Shafiq Anzoor
Shafiq Anzoor
Shafiq Anzoor

د کوه نور خبري اژانس د پښتو برخې خبريال

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب