د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د یوه استنادي دېوال او یوه عمومي پُل د جوړولو کارونه، چې ۲۵ میلیونه افغانیو لګښت پرې راځي د یاد ولایت د ټولګټو ریاست لخوا پیل شوي دي.
د دې پروژو د پرانېستغونډې مراسمو کې د هلمند ولایت د ټولګټو ریئس، د ګرمسېر ولسوال او ګڼ شمېر سیمه ېیزو مسوولانو ګډون کړی و.
د ګرمسېر ولسوالۍ د ټولګټو ریئس ملا عبدالخالق خالد، چې په دې مراسمو کې یې ګډون کړی و ویلي، چې د پُل جوړونې پروژه یې د سیمې د اوسېدونکو اړتیاوو ته په کتو سره پلي کړې ده.
خالد ویلي، د دې پُل له جوړېدو سره به د ګرمسېر ولسوالۍ پر اوسېدونکو سربېره د بهرامچې، خانشین او دېشو ولسوالیو اوسېدونکو ته هم د تګ-راتګ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.
نوموړي زیاته کړې، د یادې پروژې کارونه یوه خصوصي شرکت ته په قراداد ورکول شوي، چې د شپږو میاشتو په موده کې به یې کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په همدې حال کې د ګرمسېر ولسوالۍ اوسېدونکو د یادې پروژو د کارونو له پیلېدو خوښي ښودلې او له مسوولانو یې په راتلونکي کې هم د ورته پروژو د پلي کولو غوښتنه کړې ده.




