کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هلمند کې په ۶۵۰ جریبه ځمکه د اوسېدو لپاره ښارګوټی جوړېږي

د هلمند ځایې مسوولانو خبر ورکړی چې د یاد ولایت د ګرشک ولسوالۍ په دهمزنګ سیمه کې د یوه خصوصي شرکت له خوا په ۶۵۰ جریبه ځمکه کې د یوه ښارګوټي د جوړولو کارونه پیل شوي دي. د مسوولانو پر وینا دغه ښارګوټی چې د یوه خصوصي شرکت لخوا یې د جوړېدلو کارونه پرمخ وړل کېږي د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په دهمزنګ سیمه کې جوړېږي. د مالوما…

2025-04-15 19:47 164۱ دقیقې لوستل
هلمند کې په ۶۵۰ جریبه ځمکه د اوسېدو لپاره ښارګوټی جوړېږي

د هلمند ځایې مسوولانو خبر ورکړی چې د یاد ولایت د ګرشک ولسوالۍ په دهمزنګ سیمه کې د یوه خصوصي شرکت له خوا په ۶۵۰ جریبه ځمکه کې د یوه ښارګوټي د جوړولو کارونه پیل شوي دي.

د مسوولانو پر وینا دغه ښارګوټی چې د یوه خصوصي شرکت لخوا یې د جوړېدلو کارونه پرمخ وړل کېږي د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په دهمزنګ سیمه کې جوړېږي.

د مالوماتو له مخې په دغه ښارګوټي کې به کورونه، د اوبو منظم سیستم، روغتیایې مرکزونه، ښوونځي، تجارتي مارکیټونه او د لوبو میدانونه موجود وي.

محمد عیسی عمری چې د دغه خصوصي شرکت مسوول دی له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دا ښارګوټی په ۶۵۰ جریبه ځمکه جوړېږي چې پکې به ۲۷۰۰ کورونه، ۱۰۰ مارکیټونه، ښوونځي، د لوبو میدانونه، روغتیایې مرکزونه او نور امکانات موجود وي او د جوړېدو پر مهال به یې ۲۰۰۰ تنو ته پکې د کار کولو زمینه برابره شي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب