کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هند د افغان زده‌کړيالانو لپاره ۱۰۰۰ وړيا تحصيلي برسونه اعلان کړل

هندوستان حکومت د ICCR n لارې سږکال د افغان زده‌کړيالانو لپاره د لېسانس او ماسټرۍ په کچه ۱۰۰۰ وړيا انلاين تحصيلي برسونه اعلان کړي دي. هند کې د افغانستان سفارت وايي، «د هند حکومت د انلان پورټل له لارې په افغانستان کې د افغان ځوانانو لپاره د ICCR له لارې د ۱۰۰۰ سکالرشیپونو یو ځانګړی آنلاین پروګرام په پام کې نیو…

2023-09-17 14:45 183۲ دقیقې لوستل
هند د افغان زده‌کړيالانو لپاره ۱۰۰۰ وړيا تحصيلي برسونه اعلان کړل

هندوستان حکومت د ICCR n لارې سږکال د افغان زده‌کړيالانو لپاره د لېسانس او ماسټرۍ په کچه ۱۰۰۰ وړيا انلاين تحصيلي برسونه اعلان کړي دي.

هند کې د افغانستان سفارت وايي، «د هند حکومت د انلان پورټل له لارې په افغانستان کې د افغان ځوانانو لپاره د ICCR له لارې د ۱۰۰۰ سکالرشیپونو یو ځانګړی آنلاین پروګرام په پام کې نیولی دی.»

سفارت پر خپلې اېکس پاڼې، د هند له حکومت او د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت څخه افغان ځوانانو ته د برسونو له ورکړې مننه کړې ده.

د ICCR ويبپاڼې معلوماتي برخه کې ليکل شوي، چې افغان زده‌کړيالان د ادارې، تجارت، کمپیوټر ساینس، هنرونو، او نورو ټولنیزو علومو په برخه کې دې برسونو ته نومليکنه کولای شي.

د دې برسونو لپاره د نومليکنې وروستۍ نېټه د روان ميلادي کال د سپتمبر ۲۲مه ټاکل شوې ده.

هند له تېرو څو کلونو راهيسې د افغان زده کړيالانو لپاره ځانګړي سکالرشيپونه اعلانوي؛ خو اوس يې توپير دا دی، چې بڼې له حضوري څخه انلاین ته بدلون موندلی دی.

د جمهوري نظام تر سقوې وروسته هندوستان افغانانو د ويزو د ورکولو لړۍ ځنډولې ده. معلومه نه ده، چې دغه هېواد به د ويزو لړۍ بيا کله پيل کړي.

اوس مهال سلګونه زده کوونکي، چې د همدې برسونو د لارې هند ته تللي، هملته پر زده کړو بوخت دي.

د جمهوري نظام د سقوط پر لومړي کال سلګونه زده کوونکي، چې دې برسونو ته بريالي شوي وو، د ويزو د نه شتون له امله هند ته له تګ څخه پاتې شول.

   
لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب