هند: پاکستان نړیوال اصول تر پښو لاندې کوي
ملګرو ملتونو کې د هند استازي پراوتانني هریش په کابل کې د روږدو د درملنې پر مرکز وروستی برید په کلکه غندلی او دا یې د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره نقض بللی. هغه د ورته بریدونو د سمدستي درولو غوښتنه کړې ده. هریش ویلي، پاکستان د دې ډول کړنو له لارې یو ځل بیا وښوده، چې نړیوالو اصولو ته درناوی نه لري او په مکرر ډو…
2026-03-18 03:17 320۱ دقیقې لوستل
ملګرو ملتونو کې د هند استازي پراوتانني هریش په کابل کې د روږدو د درملنې پر مرکز وروستی برید په کلکه غندلی او دا یې د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره نقض بللی.
هغه د ورته بریدونو د سمدستي درولو غوښتنه کړې ده.
هریش ویلي، پاکستان د دې ډول کړنو له لارې یو ځل بیا وښوده، چې نړیوالو اصولو ته درناوی نه لري او په مکرر ډول د ملګرو ملتونو له قوانینو سرغړونه کوي.
دیادونې ده، چې د پاکستان وړمې شپې برید کې له ٤٠٠ ډېر کسان شهيدان او ٢٦٥ نور ټپیان شول هغه برید چې په کور دننه او نړیواله کچه له پراخو غبرګونونو سره مخ شو.
لیکوال/اېډېټر:
Nazo omari

Nazo omariنازو عمري په رسنيو کې د کار درې کلنه تجربه لري.
هغه اوسمهال د کوه نور نيوز خبرياله ده او په بېلابېلو سياسي او ټولنیزو موضوعاتو خبرونه او راپورونه جوړوي.