کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هند کې د افغانستان سفارت دوه ورځې وروسته تړل کېږي

نوې ډهلې کې د افغانستان سفارت دې هېواد کې د خپلو ټولو فعالیتونو د بندولو اعلان وکړ. د افغانستان سفارت په یوې اعلاميه کې د دې کار علت د هند حکومت نه ملاتړ یاد کړی دی. په هند کې د افغانستان سفارت ويلي، چې د دې هېواد حکومت د نه پاملرنې له امله یې خپل ټول فعاليتونه بند کړل. د افغانستان د سفارت په اعلاميه کې راغلي، چې تېرو…

2023-09-28 06:05 119۲ دقیقې لوستل
هند کې د افغانستان سفارت دوه ورځې وروسته تړل کېږي

نوې ډهلې کې د افغانستان سفارت دې هېواد کې د خپلو ټولو فعالیتونو د بندولو اعلان وکړ. د افغانستان سفارت په یوې اعلاميه کې د دې کار علت د هند حکومت نه ملاتړ یاد کړی دی.

په هند کې د افغانستان سفارت ويلي، چې د دې هېواد حکومت د نه پاملرنې له امله یې خپل ټول فعاليتونه بند کړل.

د افغانستان د سفارت په اعلاميه کې راغلي، چې تېرو شپږو میاشتو کې یې د هند د بهرنیو چارو وزارت ته څو ډیپلوماټیک یادښتونه استولي، خو د ستراتیژیکو همکاریو او نورو دوه اړخیزو تړونونو په ګډون یې هېڅ یوه معقوله غوښتنه په پام کې نه ده نیول شوې.

اعلاميه ټینګار کوي چې کابل کې د هند د سفارت له پرانېستلو وروسته دغه هېواد په ډهلې کې د افغانستان سفارت په سیستماتیک ډول له پامه غورځولی دی.

اعلاميه زياتوي: «د ډیپلوماټیک ماموریت د وضعیت په اړه د مهمو اندیښنو، تعلیمي نوښتونو، د قونسلګرۍ خدماتو څخه د ملاتړ، د بشري مرستو د تنظیم او د افغان سوداګرو لپاره د سوداګریزو مرستو په اړه د ډیرو غوښتنو سره سره، د اړونده ادارو لخوا هیڅ ګام نه دی اخیستل شوی او یا خورا محدود مرسته نه ده شوې.»

هند کې د افغانستان د سفارت مشري، د اوسني حکومت د دوه کلنې واکمنۍ پر مهال د پخواني ډيپلومات فريد ماموندزي په غاړه وې.

د جون میاشت کې داسې ګنګوسې خپرې شوې، چې ګواکې اوسني حکومت فريد ماموندزی لرې او پر ځای یې نوی سفیر معرفي کړی دی؛ خو هغه مهال ماموندزي په یوې ويډو کې دا ګنګوسې رد کړې او ویې ویل، چې هند تراوسه د افغانستان نوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د تېر حکومت له خوا نومول شویو ډیپلوماټانو ته یې د کار د دوام اجازه ورکړې ده.

تر دې ګنکوسو وروسته د هند د بهرنيو چارو وزارت د سفارت پر سر د پخوانيو او اوسنيو ډيپلوماتانو تر منځ ناندرۍ د افغانستان داخلي موضوعات وبلل.

د هند حکومت تر اوسه د افغانستان د سفارت د تازه پرېکړې په اړه څه نه دي ويلي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب