کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هند کې د سيد جمال‌الدين افغان په نوم د افغان کډوالو ښوونځی وتړل شو

د هند پلازمېنه ډهلي کې د سید جمال‌الدین افغان په نوم د افغان کډوالو یو ښوونځی د مالي ملاتړ د نشتوالي په خاطر تړل شوی دی. له کلونو راهیسې د دغه ښوونیز مرکز مالي ملاتړ د افغانستان حکومت کاوه، مګر د اوسني حکومت له واک ته رسېدا وروسته دغه ښوونځی له مالي ستونزو سره مخ و او اوس په بشپړ ډول وتړل شو. هندي رسنۍ، ويون هند ک…

2023-10-17 20:58 245۲ دقیقې لوستل
هند کې د سيد جمال‌الدين افغان په نوم د افغان کډوالو ښوونځی وتړل شو

د هند پلازمېنه ډهلي کې د سید جمال‌الدین افغان په نوم د افغان کډوالو یو ښوونځی د مالي ملاتړ د نشتوالي په خاطر تړل شوی دی.

له کلونو راهیسې د دغه ښوونیز مرکز مالي ملاتړ د افغانستان حکومت کاوه، مګر د اوسني حکومت له واک ته رسېدا وروسته دغه ښوونځی له مالي ستونزو سره مخ و او اوس په بشپړ ډول وتړل شو.

هندي رسنۍ، ويون هند کې د افغان ټولنې مرستیال محمد قیس ملک زاده په حواله ویلي، چې دغه ښوونځی له بد اقتصادي ستونزو سره مخ و او نور یې نه شو کولی، چې فعالیت وکړي.

هغه زیاته کړه: «کله چې زموږ سفارت دلته خلاص و، زموږ له ښوونځي سره د هند د حکومت له خوا هم مرسته کېده؛ خو اوس هېڅ کوم ملاتړی نه شته، شپږ یا اوه میاشتې کیږي چې ښوونکو معاشونه نه دي اخیستي.»

دا ښوونځی په ۱۹۹۴ کې تاسیس شوی و او په یو وخت په کې څه باندې دوو سوو افغان کډوال زده کونکو له لومړي تر دولسم ټولګي پورې زده کړې کولې.

په هند کې د افغانستان سفارت د اکټوبر له لومړۍ خپل کارونه درولي او یواځې د هند په ځینو ښارونو کې د افغانستان قونسلګرۍ فعاله پاتې دي.

د هند حکومت هم تر اوسه د دغه ښوونځي د بندېدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب