د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت اړوند د هوا پېژندنې ادارې نن (شنبه، ۲۹ قوس) د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل کړی دی.
سرچینې د باران او واورې اټکل په بدخشان، خوست، تخار، پنجشېر، بغلان، کاپيسا، نورستان، پروان، ميدان وردګ، کابل، لغمان، لوګر، باميان، غزني، پکتيا، پکتيکا، ارزګان، کندهار، زابل، هلمند، بادغيس، نيمروز، غور، هرات، فراه، فاریاب، دايکندي، جوزجان او سرپل ولایتونو کې کړی دی.
د يادې ادارې په خبره، د باران اندازه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ ملي مترو څخه تر ۳۰ ملي مترو پورې وي.
د يادونې ده چې د سالنګونو په ګډون د هېواد په مرکزي ولايتونو کې د بادونو اټکل هم شوی چې سرعت به يې په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۷۰ کيلو مترو پورې وي.




