کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هېواد ته د یونیسف څه دپاسه ۱۰۰ زره ټنه طبي مرسته را رسېدلې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق"Unicef" خبر ورکړی چې په دې وروستیو کې یې د ځانګړو الوتنو پواسطه له افغانستان سره څه د پاسه ۱۰۰ زره ټنه د طبي تجهیزاتو او درملو مرسته کړې ده چې د هېواد ټولو روغتیایې مرکزونو ته به ولېږل شي. یونیسف پر اېکس پاڼه لیکلي چې د طبي تجهیزاتو او درملو یو لوی بار چې ژوند ژغورونکي درمل او اک…

2025-06-01 20:36 39۱ دقیقې لوستل
هېواد ته د یونیسف څه دپاسه ۱۰۰ زره ټنه طبي مرسته را رسېدلې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق"Unicef" خبر ورکړی چې په دې وروستیو کې یې د ځانګړو الوتنو پواسطه له افغانستان سره څه د پاسه ۱۰۰ زره ټنه د طبي تجهیزاتو او درملو مرسته کړې ده چې د هېواد ټولو روغتیایې مرکزونو ته به ولېږل شي.

یونیسف پر اېکس پاڼه لیکلي چې د طبي تجهیزاتو او درملو یو لوی بار چې ژوند ژغورونکي درمل او اکمالات پکې شامل دي افغانستان ته رسېدلی دی.

یونیسف ویلي دغه مرسته چې د سوېلي اسیا سیمې لپاره د نړۍوال بانک او د اسیا پراختیایې بانک په مالي ملاتړ راټوله شوې ده د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې به پر روغتیایې مرکزونو وویشل شي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب