کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هېواد ته د یوې میاشتې په اوږدو کې له بېلابېلو هېوادونو ۱۰۳ زره افغانان راستانه شوي

د کډوالو او بیرته ستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې هېواد ته د یوې میاشتې په موده کې له ایران، پاکستان، او ترکیې هېوادونو څخه ۱۰۳ زره افغانان بیرته راستانه شوي دي. د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې هېواد ته ددغه راستنو شوو افغانانو له ډلې له ۸۲ زره ډېر له ګاونډي هېواد پاکستان، له ۲۰ زرو ډېر ل…

2025-04-23 19:42 27۱ دقیقې لوستل
هېواد ته د یوې میاشتې په اوږدو کې له بېلابېلو هېوادونو ۱۰۳ زره افغانان راستانه شوي

د کډوالو او بیرته ستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې هېواد ته د یوې میاشتې په موده کې له ایران، پاکستان، او ترکیې هېوادونو څخه ۱۰۳ زره افغانان بیرته راستانه شوي دي.

د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې هېواد ته ددغه راستنو شوو افغانانو له ډلې له ۸۲ زره ډېر له ګاونډي هېواد پاکستان، له ۲۰ زرو ډېر له ایران او له ۷۰۰ ډېر له ترکیې هېواد څخه راویستل شوي دي.

په همدې حال کې له ۲۰۰۰ ډېر هغه افغانان چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو د تورخم او سپین بولدګ له لارې هېواد ته را اړول شوي دي.

ورته مهال د پاکستان رسنیو د یاد هېواد د کورنیو چارو وزارت له قوله خبر ورکړی چې د اپرېل میاشتې په درې اوونیو کې له دغه هېواده له ۱۰۰ زرو څخه ډېر افغانان ویستل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د پاکستان حکومت اعلان کړی و چې له ټول هېواده به نږدې درې میلیونه افغان کډوال وباسي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب