کابل (کوه نور، د سنبلې ۲مه، ۱۴۰۴):
د روغتیا نړۍوال سازمان خبر ورکړی چې د روان کال د اګست میاشتې په لومړۍ نیمایي کې په مجموعې توکه ۱۰۶ زره او ۱۰۹ کسان د ایران او پاکستان له رسمي لارو افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي.
د دې راپور له مخې، ۸۳,۷ سلنه افغان کډوال له ایران او ۱۶,۳ سلنه له پاکستانه هېواد ته را اړول شوي دي.
په دې شمېرو کې د جولای میاشتې د دویمې نیمایې په پرتله چې ۱۸۹ زره او ۵۳۲ کسان پکې هېواد ته را اړول شوي وو د پام وړ کموالی راغلی دی.
هېواد ته د افغان کډوالو د راستنېدنې په شمېرو کې تر ټولو ډېر کمښت د ایران د اسلامقلعه او میلک په بندرونو کې ثبت شوی دی.
بل لور ته د پاکستان د تورخم له لارې د بیرته راستنېدونکو شمېر درې برابره ډېر شوی دی.
د تورخم له لارې هېواد د راستنېدونکو بهیر کې د جولای میاشتې د وروستیو په پرتله چې پکې څلور زره او ۵۷۱ تنه را اړول شوي وو ډېروالی راغلی او د اګست میاشتې له پیله تر اوسه ۱۱ زره او ۱۲۶ تنه افغان کډوال را اړول شوي دي.
اسلامقلعه لا هم تر ټولو ډېر ګڼه ګوڼه لرونکی بندر پاتې دی او د ټولو بېرته ستنېدونکو ۶۶,۷ سلنه او په مجموعې توګه ۷۰ زره او ۷۹۷ کسان له همدې لارې هېواد ته را اړول شوي دي.
په همدې حال کې سپینبولدک د لږ شمېر بېرته ستنېدونکو ځای ښودل شوی، چې یواځې ۵,۵ سلنه یعنې پنځه زره او ۸۱۶ کسان له دې لارې هېواد ته داخل شوي دي.
د روغتیا نړيوال سازمان په خپله وروستۍ سروې کې په تورخم کې د روغتیایې خدمتونو د جدي کموالي په اړه هم خبر ورکړی دی.
د راپور له مخې، د روغتیایې خدمتونو په کموالي کې د اړینو درملو نشتوالی او د ښځینه کارکوونکو محدودیت شامل دي.
دې ادارې ټینګار کړی چې د همکارو بنسټونو ځواب باید د همدې اړتیاوو پر بنسټ برابر شي؛ ترڅو بېرته ستنېدونکو ته عادلانه، د درناوي وړ او له شرایطو سره برابر خدمتونه وړاندې شي.




