کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هېواد ته له ايران او پاکستان ۵۸۱ کورنۍ راستنې شوې

خبريال: فرمان الله زبيرزی  د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، تېره ورځ(شنبه) له ايران ران او پاکستان څخه له بېلابېلو لارو هېواد ته ۵۸۱ کورنۍ، چې په مجموعي توګه درې زره ۱۳۴ کسان کېږي هېواد ته راستانه شوي دي. فطرت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، دسپین بولدک له لارې ۳۹۱ کورنۍ، د طورخم فرضي کرښې له لارې ۹۹ کورنۍ، د هرا…

2025-12-07 01:55 141۱ دقیقې لوستل
هېواد ته له ايران او پاکستان ۵۸۱ کورنۍ راستنې شوې

خبريال: فرمان الله زبيرزی 

د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، تېره ورځ(شنبه) له ايران ران او پاکستان څخه له بېلابېلو لارو هېواد ته ۵۸۱ کورنۍ، چې په مجموعي توګه درې زره ۱۳۴ کسان کېږي هېواد ته راستانه شوي دي.

فطرت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، دسپین بولدک له لارې ۳۹۱ کورنۍ، د طورخم فرضي کرښې له لارې ۹۹ کورنۍ، د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۴ کورنۍ، د هلمند بهرامچې له لارې ۲۳ کورنۍ او د نیمروز د ورېښمنو تنګي له لارې ۵۴ کورنۍ، چې په مجموعي توګه ۵۸۱ کورنۍ کېږي هیواد ته راغلي دي.

دسرچینې دمعلوماتو له مخې، په دې راستنو شویو کورنیو کې له ۵۱۱ کورنۍ سره نغدې مرسته شوي او همدارنګه ورته سیمکارټونه ویشل شوي دي.

دیادونې وړ ده، چې یادې کورنۍ په جبرې ډول له ایران او پاکستان هېوادونو څخه ایستل شوې دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب