کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هېواد ته له ایرانه یوه ورځ کې تر ۳۰ زرو افغان کډوال راستانه شوي

د هرات ولایت مسوولانو خبر ورکړی چې له ګاونډي هېواد ایرانه په پرونۍ ورځ کې تر ۳۰ زرو افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسوولانو پر وینا دغه شمېر وګړي پرون ورځ د اسلام کلا بندر له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. مسوولانو ویلي له ایرانه د دومره شمېر افغان کډوال را اوښتل په یوه ورځ…

2025-06-26 02:42 136۲ دقیقې لوستل
هېواد ته له ایرانه یوه ورځ کې تر ۳۰ زرو افغان کډوال راستانه شوي

د هرات ولایت مسوولانو خبر ورکړی چې له ګاونډي هېواد ایرانه په پرونۍ ورځ کې تر ۳۰ زرو افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسوولانو پر وینا دغه شمېر وګړي پرون ورځ د اسلام کلا بندر له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

مسوولانو ویلي له ایرانه د دومره شمېر افغان کډوال را اوښتل په یوه ورځ کې لومړی ځل دی او مخکې کله دومره وګړي په یو ځایې توګه نه وو را اړول شوي.

د هرات ولایت مسوولانو همداراز ویلي چې له ایرانه دغه ولایت ته د کډوالو د را اوښتلو بهیر په عادي توګه جریان لري او د اسلام کلا په بندر کې یې د کډوالو ستونزو ته د رسېدګۍ لپاره بشپړ چمتووالی نیولی دی.

دوی همداراز زیاته کړې چې د دغه افغان کډوالو خپلو اصلي سیمو ته د وړلو لپاره یې ترانسپورتي خدمات هم برابر کړي دي.

د افغان کډوالو په دغه شمېر کې ځینې پخپله خوښه او یو شمېر نور په جبري ډول له ایرانه را اړول شوي دي.

باید وویل شي چې دغه ۳۰ زره افغان کډوال په داسې حال کې له ایرانه را اړول کېږي چې له ګاونډي هېواد پاکستانه هم افغانستان ته د افغان کډوالو د را اړولو لړۍ روانه ده.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب