کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هېواد ته له ایران او پاکستانه له ۱۰۰۰ ډېرې کورنۍ راستانې شوي

خبریال: فرمان الله زبیرزی  د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، تېره ورځ له اېران او پاکستان هېوادنو  څخه په جبري توګه په بېلابېلو لارو هېواد ته ۱۰۱۴ کورنۍ، چې په مجموعي توګه پنځه زره ۵۸۰ کسان کېږي راستانه شوي دي. فطرت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، په دې بیرته ستنېدنه کې د سپین بولدک له لارې ۲۸۵ کورنۍ، ۱۳۹۱ کس…

2025-12-15 06:50 349۱ دقیقې لوستل
هېواد ته له ایران او پاکستانه له ۱۰۰۰ ډېرې کورنۍ راستانې شوي

خبریال: فرمان الله زبیرزی 

د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، تېره ورځ له اېران او پاکستان هېوادنو  څخه په جبري توګه په بېلابېلو لارو هېواد ته ۱۰۱۴ کورنۍ، چې په مجموعي توګه پنځه زره ۵۸۰ کسان کېږي راستانه شوي دي.

فطرت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، په دې بیرته ستنېدنه کې د سپین بولدک له لارې ۲۸۵ کورنۍ، ۱۳۹۱ کسان، د طورخم فرضي کرښې له لارې ۶۷۲ کورنۍ او درې زره ۷۷۰ کسان، د هرات د اسلام کلا له لارې ۲۱ کورنۍ او ۷۰ کسان، د هلمند بهرامچې له لارې ۴۵ کورنۍ او ۲۸۰ کسان د نیمروز د ورېښمنو تنګي له لارې ۱۸ کورنۍاو ۶۹ کسان، چې په مجموعي توګه ۱۰۱۴ کورنۍ کېږي هیواد ته راغلي دي.

د سرچینې دمعلوماتو له مخې، په دې راستنو شویو کورنیو کې له ۹۰۰ کورنیو سره نغدې مرسته شوي او همدارنګه ورته ۱۱ سوه او ۱۹ سیمکارټونه ویشل شوي دي.

د فطرت پر وینا،  یادې کورنۍ دایران او پاکستان هېوادونو څخه په جبري ډول اېستل شوي وي.

د یادونې وړ ده، چې د پنجشبې په ورځ هم د ایران او پاکستان هېوادونو څخه ۱۱۰۹ کورنۍ راستانې شوي وي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب