کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هېواد ته له ایران او پاکستانه له ۴۰۰ ډېرې کورنۍ راستانې شوي

خبریال: فرمان الله زبیرزی  د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، تېره ورځ له ایران او پاکستان هېوادونو په بېلابېلو لارو هېواد ته ۴۵۰ کورنۍ، چې په مجموعي توګه دوه زره او ۲۵۴ کسان کېږي راستانه شوي دي. فطرت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، په دې بیرته ستنېدنه کې د سپین بولدک له لارې ۶۲ کورنۍ، ۳۳۱ کسان، د طورخم فرضي کرښې ل…

2025-12-31 01:10 190۱ دقیقې لوستل
هېواد ته له ایران او پاکستانه له ۴۰۰ ډېرې کورنۍ راستانې شوي

خبریال: فرمان الله زبیرزی 

د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، تېره ورځ له ایران او پاکستان هېوادونو په بېلابېلو لارو هېواد ته ۴۵۰ کورنۍ، چې په مجموعي توګه دوه زره او ۲۵۴ کسان کېږي راستانه شوي دي.

فطرت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، په دې بیرته ستنېدنه کې د سپین بولدک له لارې ۶۲ کورنۍ، ۳۳۱ کسان، د طورخم فرضي کرښې له لارې ۳۵۲ کورنۍ او یو زرو ۷۹۷ کسان، د هرات د اسلام کلا له لارې ۲۵ کورنۍ او ۸۶ کسان، د د نیمروز د ورېښمو تنګي له لارې ۱۱ کورنۍاو ۴۰ کسان، چې په مجموعي توګه ۴۵۰ کورنۍ کېږي هیواد ته راغلي دي.

د سرچینې دمعلوماتو له مخې، په دې راستنو شویو کورنیو کې له ۴۱۷ کورنیو سره نغدې مرسته شوي او همدارنګه ورته ۳۹۰ سیمکارټونه ویشل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې دغه کورنۍ د ایران او  پاکستان هېوادونو څخه په جبري توګه اېستل شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب