کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هېواد ته له ۲۰۰۵ ښکته ماډل موټرو په را واردولو بندیز ولګېد

ماليې وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، د حکومت د مشرتابه د فرمان له‌مخې له دې وروسته هېواد ته له ۲۰۰۵ څخه ښکته ماډل موټرو را واردول منع دي.   ياد وزارت ويلي، هغه موټر چې له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۵ ماډل دي او له ياد فرمان دمخه هېواد ته راوړل شوي او د هېواد په ګمرکونو کې په معلوم مقدار ولاړ دي، ګمرکي پړاوونه به يې د روان…

2024-06-15 09:31 128۲ دقیقې لوستل
هېواد ته له ۲۰۰۵ ښکته ماډل موټرو په را واردولو بندیز ولګېد

ماليې وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، د حکومت د مشرتابه د فرمان له‌مخې له دې وروسته هېواد ته له ۲۰۰۵ څخه ښکته ماډل موټرو را واردول منع دي.

 

ياد وزارت ويلي، هغه موټر چې له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۵ ماډل دي او له ياد فرمان دمخه هېواد ته راوړل شوي او د هېواد په ګمرکونو کې په معلوم مقدار ولاړ دي، ګمرکي پړاوونه به يې د روان کال په زمري مياشت کې ترسره شي.

 

ماليې وزارت دغه راز ويلي، هغه موټر چې د ټرانزيټ په موخه هېواد ته راوړل شوي او سند ولري د هېواد په ټولو برخو کې تګ _ راتګ کولای شي.

 

ياد وزارت همداراز زياته کړې، د مشرتابه له پرېکړې سره سم يې په هېواد کې د بې اسناده موټرو د ثبت پروسه د روان کال تر پايه تمديد کړه.

 

ياد وزارت ويلي، دغه پرېکړه د خلکو اقتصادي ستونزو ته په کتو شوې او په خبره يې حکومت په داسې لارو غور کوي چې د بې اسناده ( يوکيلي) موټرو مالکان وکولای شي خپل موټر په اساني ثبت کړي.

 

دغه وزارت د بې اسناده موټرو ثبت لپاره له پنځوس څخه تر اويا او د يو کيلي زغروال موټرو لپاره تر پنځوس سلنه تخفيف هم اعلان کړی دی.

 

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د موټرو د ثبت پروسه په بلخ، هرات، کابل، ننګرهار، کندهار، کندز، خوست او پکتیا ګمرکونو کې ترسره کيږي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب