کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هېواد کې‌ اوسمهال د برېښنا د تولید برخه کې ۱۶ پروژې تر کار لاندې دي

اقتصادي معاونيت وايي، روان لمريز کال يې د برېښنا په برخه کې ۱۶ بېلابېلې پروژې پیل کړي دي چې یو شمېر يې بشپړې شوې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې، په دغه پروژو کې د کمال خان بند پاتې چارو، د بخش‌اباد بند د عملي چارو، د شاه و عروس بند د پاتې چارو او په هرات ولايت کې د ۲۰۰ ميګاواټه بادي برېښنا د توليد د پروژې چارې پیل…

2024-03-05 22:05 106۱ دقیقې لوستل
هېواد کې‌ اوسمهال د برېښنا د تولید برخه کې ۱۶ پروژې تر کار لاندې دي

اقتصادي معاونيت وايي، روان لمريز کال يې د برېښنا په برخه کې ۱۶ بېلابېلې پروژې پیل کړي دي چې یو شمېر يې بشپړې شوې دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې، په دغه پروژو کې د کمال خان بند پاتې چارو، د بخش‌اباد بند د عملي چارو، د شاه و عروس بند د پاتې چارو او په هرات ولايت کې د ۲۰۰ ميګاواټه بادي برېښنا د توليد د پروژې چارې پیلول شامل دي.

سرچینې وړاندې لیکلي، په همدې‌ موده کې‌ يې د هېواد له شمال څخه جنوب ته د ۵۰۰کيلو ولټه برېښنا لېږد مزي غځول، د کابل په شمول په ډېری ولايتونو کې د لمريزې برېښنا د توليد پروژې، کابل کې د سروبي دويم بند، ارزګان کې د آغاجان بند، ميدان وردګو کې د چک برېښنا بند، سرپل کې د سلطان ابراهيم بند، کونړ کې د مناګي بند او زابل کې د توري بند د جوړېدو کارونه پیل کړي دي.

اقتصادي معاونيت همداراز لیکلي، په ډېرو ولايتونو کې د برېښنا سب سټېشنونونه هم جوړ کړي دي.

وړاندې لیکل شوي، نږدې راتلونکي کې د‌ کاسا‌زر پروژې د عملي چارو د پیل هم ويلي دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب