کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هېواد کې د تېرو څلورو ورځو سېلابونو په پایله کې ۷۰ کسانو ژوند بایللی

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند محمد عبدالله جان سایق ویلي، له تېرو څو ورځو راهیسې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې ۷۰کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵۶ نور ټپیان دي.د هغه په خبره؛ د همدې سېلابونو پر مهال د درېیو مسجدونو او ۴ ښوونځيو ترڅنګ ۲۶۲۷ کورنه هم په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.سايق زياتوي چې سېلابونو ۲۰۱۷ څاروي…

2024-04-17 22:13 139۱ دقیقې لوستل
هېواد کې د تېرو څلورو ورځو سېلابونو په پایله کې ۷۰ کسانو ژوند بایللی

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند محمد عبدالله جان سایق ویلي، له تېرو څو ورځو راهیسې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې ۷۰کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵۶ نور ټپیان دي.
د هغه په خبره؛ د همدې سېلابونو پر مهال د درېیو مسجدونو او ۴ ښوونځيو ترڅنګ ۲۶۲۷ کورنه هم په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
سايق زياتوي چې سېلابونو ۲۰۱۷ څاروي تلف کړي او شاوخوا ۹۵۸۶۱ جريبه کرنيزه ځمکه يې هم ویجاړه کړې ده.
د دغه وزارت مسولانو هېواد کې وروستیو سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره له نړیوالو بنسټونو د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د یو شمېر بنسټونو او مرستندويه موسسو استازو ډاډ ورکړى چې له زيانمنو شویو کورنیو سره به د نغدو پيسو، روغتيا، خوراکي توکو، د څښاک د اوبو او سرپناه په برخو کې مرستې وکړي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب