کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هېواد کې د دوکتورا، ماسترۍ او لېسانس برنامو طرحه تصویب شوه

کابل (کوه نور، ۱۷ سنبله ۱۴۰۴): د لوړو زده کړو د وزیر ندا محمد ندیم په مشرۍ د لوړو زده کړو عالي شورا غونډه ترسره شوې، چې پکې د هېواد په پوهنتونونو کې د دوکتورا، ماسټرۍ او لیسانس پروګرامونو جوړول تصویب شوي دي. د دې وزارت د خبرپاڼې پر اساس، د اسلامي امارت له واکمنۍ راهیسې، هېواد کې لږ تر لږه ۱۰۰ د ماسترۍ پروګرامونه او له…

2025-09-08 02:55 138۱ دقیقې لوستل
هېواد کې د دوکتورا، ماسترۍ او لېسانس برنامو طرحه تصویب شوه

کابل (کوه نور، ۱۷ سنبله ۱۴۰۴): د لوړو زده کړو د وزیر ندا محمد ندیم په مشرۍ د لوړو زده کړو عالي شورا غونډه ترسره شوې، چې پکې د هېواد په پوهنتونونو کې د دوکتورا، ماسټرۍ او لیسانس پروګرامونو جوړول تصویب شوي دي.

د دې وزارت د خبرپاڼې پر اساس، د اسلامي امارت له واکمنۍ راهیسې، هېواد کې لږ تر لږه ۱۰۰ د ماسترۍ پروګرامونه او له ۳۰ ډېر د دوکتورا پروګرامونه په بېلابېلو برخو کې جوړ شوي، چې پکې کمپیوټر ساینس، انجنیري، طب او زراعت برخې شاملې دي.

په دې غونډه کې په دولتي پوهنتونونو کې د دوکتورا څلور پروګرامونو، په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د ماستري اته پروګرامونو، د پنځه نویو پوهنځیو او د ۳۱ نوو دیپارتمنتونو جوړول تصویب شول.

د لوړو زده کړو وزارت ویلي، د دې پروګرامونو د پرمخ وړلو لپاره به د کورنیو استادانو سربېره، بهرني استادان هم د لوړو معاشونو په اخېستلو سره وګمارل شي.

د لوړو زده د وزیر ندا محمد ندیم پر وینا، د دې پروګرامونو هدف د زده کړو کیفیت لوړول، علمي پرمختګ او د افغانستان د ټولنې اړتیاوو ته ځواب ویل دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب