د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په ټول هېواد کې د اوبو د مديريت لپاره منظم پلانونه لري او له مخې يې اوسمهال په هېواد کې د شپږو لویو بندونو د جوړېدو چارې روانې دي.
د سرچينې په خبره د دغو بندونو په جوړېدو سره به د اوبو د مديريت په برخه کې مثبت بدلون رامنځته شي.
سرچينه زياتوي، په هېواد کې وروستيو د ځمکې لاندې او روانو اوبو په زياتوالي مثبت اغېز کړی دی.
د يادونې ده حکومت د اوبو د مديريت په موخه د لويو بندونو سربېره په ټول هېواد کې ګڼ شمېر واړه چکډېمونه جوړ کړي او د ځيني د جوړېدو چارې روانې دي.
بلخوا بیا د کرنې وزارت هم د وروستيو ورښتونو له امله د اوبو د بندونو د کاسو ډکېډل او د چکډېمونو جوړېدل د کرنې په برخه کې ګټور بولي.




