کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هېواد کې له زلزله ځپلیو سره د مرستې په موخه له اماراتو د ژغورنې ډله را رسېدلې

کابل (کوه نور، ۱۲ سنبله ۱۴۰۴): له متحده عربي اماراتو د بېړنۍ مرستې ډله هېواد ته رارسېدلې؛ ترڅو ختیځو سیمو کې له زلزلې وروسته د لټون او مرستو چارې ترسره کړي.  د نړۍوالو رسنیو د راپورونو په اساس، دا اقدام د اماراتو د ولسمشر، شیخ محمد بن زاید آل نهیان د لارښوونو پر بنسټ ترسره شوی دی. د یوې عربي رسنۍ "وکالة وام" راپور…

2025-09-03 04:55 130۲ دقیقې لوستل
هېواد کې له زلزله ځپلیو سره د مرستې په موخه له اماراتو د ژغورنې ډله را رسېدلې

کابل (کوه نور، ۱۲ سنبله ۱۴۰۴): له متحده عربي اماراتو د بېړنۍ مرستې ډله هېواد ته رارسېدلې؛ ترڅو ختیځو سیمو کې له زلزلې وروسته د لټون او مرستو چارې ترسره کړي. 

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو په اساس، دا اقدام د اماراتو د ولسمشر، شیخ محمد بن زاید آل نهیان د لارښوونو پر بنسټ ترسره شوی دی.

د یوې عربي رسنۍ "وکالة وام" راپور کې راغلي، د اماراتو د لټون او ژغورنې ډلې او د ګډو عملیاتو قومانده به د افغانستان له ځایې چارواکو سره په ګډه د وضعیت د ارزونې لپاره کار ترسره کړي؛ تزڅو اړین غبرګون وښودل شي. 

د راپور له مخې، دا ډله به په زیانمنو شویو سیمو کې د ژغورنې ترڅنګ لوژستیکي او بیړنۍ مرستې هم ورسوي او له کنډوالو لاندې پاتې ژوندي کسانو د ژغورنې هڅه به هم ترسره کوي.

راپور کې وړاندې لیکل شوي، د اماراتو د ژغورونکې ډلې دا هڅې د هلال احمر له هغو بېړنیو انساني مرستو سره یو ځای ترسره کېږي، چې پکې اړین توکي، درمل او خیمې شاملې دي. 

سرچینې زیاته کړې، یادې مرستې د زلزله ځپلو کورنیو د اړتیاوو پوره کولو، ټپیانو ته درملو رسولو او د پېښې د اغېزو د کمولو لپاره ترتیب شوې دي.

باید وویل شي، چې تر اوسه د هېواد په ختیځ "کنړ" ولایت د دې زلزلو له امله له ۱۴۰۰ ډېر کسان مړه شوي او له ۳۰۰۰ ډېر نور کسان ټپیان شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب