د عامې روغتيا وزارت وياند شرافت زمان ويلي، په وروستيو شپږ مياشتو کې په هېواد کې د ملاريا ۵۰ زره مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
د نوموړي په خبره هڅه کوي چې د ملاريا د مخنيوي لپاره په ټول هېواد کې عملي ګامونه واخلي.
شرافت زمان د يادې ناروغي په اړه ويلي، «« ملاريا يوه يوه موسمي ناروغي ده چې د اوړي په موسم کې په ګرمو سیمو کې ډېروالی پيدا کوي.»»
د سرچينې په خبره، د ۲۰۲۳ ميلادي کال په لومړيو شپږ مياشتو کې ۳۵ زره مثبتې پېښې ثبت شوې او د روان کال په لومړيو شپږ مياشتو کې بيا نږدې ۵۰ زره پېښې ثبت شوي چې د تېر په پرتله ۶۹ سلنه ډېروالی ښيي.
په همدې حال کې په کابل کې د انتاني روغتون مسوولان وايي، په ورځني ډول تر لس تنو پورې د ملاريا ناروغان ورته راځي.




