کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

وروستیو پېښو ته غبرګون کې زلمي خلیل‌زاد د کابل او اسلام‌اباد تر منځ د خبرو غوښتنه کړې

کابل (کوه نور، ۱۸ مېزان ۱۴۰۴): وروستیو چاودنو ته په کتو د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیل‌زاد له کابل او اسلام‌اباده غوښتي، چې د تره،ګرو د پټنځایونو په اړه مستقیمې خبرې پیل کړي. خلیلزاد دا څرګندونې وروسته له هغه کوي، چې تېره شپه کابل کې دوه چاودنې وشوې، چې راپورونه یې پاکستان ته منسوب…

2025-10-10 00:42 94۱ دقیقې لوستل
وروستیو پېښو ته غبرګون کې زلمي خلیل‌زاد د کابل او اسلام‌اباد تر منځ د خبرو غوښتنه کړې

کابل (کوه نور، ۱۸ مېزان ۱۴۰۴): وروستیو چاودنو ته په کتو د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیل‌زاد له کابل او اسلام‌اباده غوښتي، چې د تره،ګرو د پټنځایونو په اړه مستقیمې خبرې پیل کړي.

خلیلزاد دا څرګندونې وروسته له هغه کوي، چې تېره شپه کابل کې دوه چاودنې وشوې، چې راپورونه یې پاکستان ته منسوبوي او ویل کېږي، چې دا بریدونه د تحریک ط،البان پاکستان د مشر، نور ولي محسود د له منځه وړلو لپاره شوي دي.

خلیل‌زاد پر ایکس، لیکلي، چې دا هوايې بریدونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ جدي تاوتریخوالی رامنځته کولی شي او د دواړو هېوادونو ثبات ته ګواښ پېښوي.

ده خبرداری ورکړی، چې جګړه‌ییز تاوتریخوالی حل‌لاره نه ده؛ بلکې دواړه خواوې باید له ډېرې نظامي درګردۍ ډډه وکړي.

خلیل‌زاد ادعا کړې، چې پاکستان په خپله خاوره کې د داع،ش له عناصرو ملاتړ کوي؛ پداسې حال کې، چې افغان لوری د TTP د حضور پر وړاندې غفلت ښودلی دی.

هغه په پای کې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د ترهګرو د پټنځایونو او د دواړو غاړو د وسلوالو فعالیتونو په تړاو د مستقیمو خبرو غوښتنه کړې.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب