کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ولکر ترک: افغانستان او پاکستان دې سمدلاسه جګړه ودروي

  د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ مشر ولکر ترک ویلي، افغانستان او پاكستان ترمنځ روانې نښتې باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.هغه زیاته کړې، چې د تېرې اوونۍ راهیسې د جګړو له زیاتېدو سره سم لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ډیری يې ښځې او ماشومان دي.ترک ټینګار کړی، چې روان کړکېچ د خلکو ژوند اغېزمن کړی او…

2026-03-06 06:57 209۱ دقیقې لوستل
ولکر ترک: افغانستان او پاکستان دې سمدلاسه جګړه ودروي

 

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ مشر ولکر ترک ویلي، افغانستان او پاكستان ترمنځ روانې نښتې باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.
هغه زیاته کړې، چې د تېرې اوونۍ راهیسې د جګړو له زیاتېدو سره سم لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ډیری يې ښځې او ماشومان دي.
ترک ټینګار کړی، چې روان کړکېچ د خلکو ژوند اغېزمن کړی او دواړه هېوادونه باید د ستونزو د حل لپاره د خبرو او تفاهم لاره خپله کړي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو پراساس، د دغو نښتو له امله په افغانستان کې څه دپاسه  ٦٦زره کسان بې‌ځایه شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Nazo omari
Nazo omari
Nazo omari

نازو عمري په رسنيو کې د کار درې کلنه تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور نيوز خبرياله ده او په بېلابېلو سياسي او ټولنیزو موضوعاتو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب