کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

يوناما: د پاکستان بريد د نړيوالو قوانينو خلاف عمل دی

کابل کې د ملګرو ملتونو استازولي (يوناما) په يوه اعلاميه کې تاييد کړې چې پاکستان کابل کې د روږدو د درملنې يو مرکز چې د دغه کسانو درملنه پکې کېده، په نښه کړی دی. سرچينې د پاکستان دغه کړنه د نړيوالو اصولو خلاف عمل بللی دی. دغه دفتر زياته کړې، د تېرې شپې د بريد له قربانيانو او ټپيانو پرته يې، د فبروري له ۲۶ مې تراوسه د ۷۶…

2026-03-17 07:54 119۱ دقیقې لوستل
يوناما: د پاکستان بريد د نړيوالو قوانينو خلاف عمل دی

کابل کې د ملګرو ملتونو استازولي (يوناما) په يوه اعلاميه کې تاييد کړې چې پاکستان کابل کې د روږدو د درملنې يو مرکز چې د دغه کسانو درملنه پکې کېده، په نښه کړی دی.

سرچينې د پاکستان دغه کړنه د نړيوالو اصولو خلاف عمل بللی دی.

دغه دفتر زياته کړې، د تېرې شپې د بريد له قربانيانو او ټپيانو پرته يې، د فبروري له ۲۶ مې تراوسه د ۷۶ تنو ملکي وګړو مړينه او د ۲۱۳ تنو ټپي کېدل ثبت کړي دي.

اعلاميه کې د تاوتريخوالي د کمېدو غوښتنه او د ملکي وګړو پر خونديتوب ټينګار شوی دی.

که څه هم حکومت په دغه بريد کې د ۴۰۸ تنو مړينه او د ۲۶۵ تنو ټپي کېدل تاييد کړي؛ خو يوناما بیا په خپله اعلامیه کې دغه شمېرې نه دي ليکلي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب