کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

يونېسف د هېواد ختيځ کې له زلزله ځپليو سره د مرستې لپاره ۱۵ ميليونه ډالر غوښتي

 د ملګرو ملتونو اړوند د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونېسف) ويلي، د افغانستان ختيځ کې له زلزله ځپليو سره د مرستې لپاره ۱۵ ميليونه ډالرو مرستې ته اړتیا لري. دغه سازمان ويلي، تراوسه يې ۶.۴ ميليونه ډالرو ترلاسه کړي، خو لا هم ۱۵ ميليونه ډالر کم دي، چې د زلزله ځپليو سيمو د خلکو لاسنيوی وکړي. سرچینې ليکلي، د دغه ډالرو کموال…

2025-09-24 10:34 202۱ دقیقې لوستل
يونېسف د هېواد ختيځ کې له زلزله ځپليو سره د مرستې لپاره ۱۵ ميليونه ډالر غوښتي

 د ملګرو ملتونو اړوند د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونېسف) ويلي، د افغانستان ختيځ کې له زلزله ځپليو سره د مرستې لپاره ۱۵ ميليونه ډالرو مرستې ته اړتیا لري.

دغه سازمان ويلي، تراوسه يې ۶.۴ ميليونه ډالرو ترلاسه کړي، خو لا هم ۱۵ ميليونه ډالر کم دي، چې د زلزله ځپليو سيمو د خلکو لاسنيوی وکړي.

سرچینې ليکلي، د دغه ډالرو کموالی به ژمي کې د زيانمنو شویو سیمو خلک او ماشومان له سختو ستونزو سره مخ کړي.

ياد بنسټ ويلي، هغه کورنۍ چې کورونه يې زلزله کې نړيدلي، له يخني، ورښتونو او د نورو اړينو توکو له کمښت سره مخ دي.

راپور کې راغلي، د زلزلې له امله ترټولو ډېر زيان مېرمنو او ماشومانو ته رسېدلی دی.

يونېسف ويلي، له زلزلې وروسته يې د نږدې ۴۶۰۰ کسانو درملنه کړې، چې پکې ۹۱۶ مېرمنې او ۸۱۲ ماشومان پکې شامل دي.

د يادونې ده چې د خوړو نړيوال پروګرام هم د زلزله سیمو او خلکو د لاسنیوي په موخه د ۵۶۸ ميليونه ډالرو د مرستې غوښتنه کړې وه.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب