ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یا يونېسف ويلي، په تېر ميلادي ۲۰۲۳ کال کې يې په افغانستان کې له ۲۰ ميليونه خلکو سره د ژوند ژغورونکو روغتيايي خدمتونو مرسته کړې چې نيمايي هغه يې ماشومان دي.
يونېسف زياته کړې، اقتصادي ناورين او وزګارتيا هغه لاملونه دي چې اوس يې هم روغتيايي خدماتو ته د ميليونونو افغان وګړو لاسرسی محدود کړی دی.
ياد بنسټ دغه راز ويلي، د افغان د نفوس له درېیمې برخې ډېر يې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نلري.
دماشومانو د ملاتړ دغه صندوق ويلي په ټول افغانستان کې نړۍوال او اسیا پراختيايي بانک په مالي مرسته د ۲۵۰۰ څخه ډېرو روغتيايي مرکزونو لپاره د اړينو طبي توکو، بریښنا، اوبو او تنخوا رسولو په برخه کې خدمتونه او ملاتړ کوي.




